Banner

دپکتيا پوهنتون محصلين ډېرې ستونزې لري

17.10.2008 08:06

دپكتيا پوهنتون ريس ډاكټرعبيدالله ((پريار)) ته ووېل كه څه هم اوس مهال ددې پوهنتون محصلين ځانګړې ليليه نه لري خو ددوى له پاره ېې دګردېز په ښاركې يوه دلوړپوړ واداني په كرايه نيولې اوددوى ستونزې ېې تريوځايه حل كړې دي .
دپكتيا پوهنتون دزدكړې وداني دګردېزښارشمال لورته په دوه كيلو مترۍ كې دجوړېدو په حال ده .
كه څه هم دغه وداني دپوهنتون دزدكړې او استوګنې دستونزو دله منځه وړلو له پاره بسنه نه كوي خو دپو هنتون دريس پر يار په خبره دلوړو زدكړو وزارت دپراختيايي پروګرام پربنسټ به سږ كال دپكتيا پوهنتون له پاره دوه نورې ودانۍ هم جوړې شي ده زياته كړه چې ددغودوو ودانيو دجوړونې دلګښت له پاره ۱۷ لكه امريكايي ډالر بېل شوي اوپه نږدې ورځو كې به ېې يو دبيارغونې شركت ددغوودانيو دجوړونې چارې په غاړه واخلي .
پوهنتون تردم ګړۍ په تېرو څلورو كالو كې چې جوړشوى لاښځينه زدكونكې نه لري ريس دښځينه محصلينو دنشتوالي سبب ددوى له پاره دځانګړې ليلې نه شتون بولي خو وايي چې دامريكادمتحده ايالاتو دنړيوالې پراختيايي ادارې يو ايس اې ايي ډي ورته ديو ميلون امريكايي ډالرو وعده وركړې دپوهنتون مشرتابه په ياده مرسته دنجونو له پاره ديوې نوې ودانۍ دجوړېدو پلان لري .
ددې پوهنتون مشروايي :چې تردم ګړۍ ېې ګڼ شمېر استادان بهرنيو هيوادونو ته په اوږد مهاله اولنډمهاله برسونو باندې دزدكړو له پاره لېږلي چې ترننه ددې تشو ځاى نه دى ډك شوى او ددې كمښت په وجه له ډېرو ستونزو سره مخ دي .
ديادونې وړده چې همدا پوهنتون له تېرو څلورو كلونو راپه دې خوا دنه پاملرنې په سبب دوه پوهنځي او پنځه سوه نارينه محصلين لري .

 


ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.